د پاکستان د افغان موټر چلوونکو لپاره نوي شرطونه وټاکل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163314-د_پاکستان_د_افغان_موټر_چلوونکو_لپاره_نوي_شرطونه_وټاکل
پاکستان په یوه نوي اقدام کې د افغان لاریو چلوونکي اړ کړي چې ویزې ترلاسه کړي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یې ستونزې رامینځته کړې دي.
(last modified 2025-08-10T03:29:13+00:00 )
Aug 10, 2025 07:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان د افغان موټر چلوونکو لپاره نوي شرطونه وټاکل

پاکستان په یوه نوي اقدام کې د افغان لاریو چلوونکي اړ کړي چې ویزې ترلاسه کړي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یې ستونزې رامینځته کړې دي.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، د سوداګریزو اسنادو او ویزې د اړتیاو په اړه د پاکستان نوي محدودیتونه د افغانستان د لاریو چلوونکي او سوداګر له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې پاکستان د سوداګریزو موټرو چلوونکو لپاره دا لازمي کړې چې په ورته وخت کې سوداګریز سند او ویزه ولري؛ یو داسې اقدام چې د سوداګرۍ پروسه یې ستونزمنه کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي وویل: "که کافي وخت ورکړل شي یا په وخت ویزې ورکړل شي او شرایط اسانه شي، نو دا به د موټر چلوونکو په ګټه وي. په زرګونو موټرونه پدې ستونزه کې ښکیل دي، چې لا تر اوسه حل شوې نه ده."