د پاکستان مشرانو جرګې قاليباف ته د سفر بلنه وکړه
د پاکستان د مشرانو جرګې د عامه اړیکو دفتر ویلي، د مشرانو جرګې د مشر سلاکار مصباح کَهر په اسلاماباد کې د ایران د سفارت له مرستیال نبي شیرازي سره په کتنې کې د یوسف رضا ګیلاني له خوا د قاليباف لپاره رسمي بلنه وړاندې کړه.
ایرناخبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی، د پاکستان د مشرانو جرګې مشر یوسف رضا ګیلاني د ایران اسلامی شورا محمد باقر قاليباف ته بلنه ورکړې چې اسلاماباد ته دې سفر وکړي او د بین الپارلیماني مشرانو په لومړي کنفرانس کې دې ګډون وکړي.
په راپور کې وئيل شوي دي، د پاکستان د مشرانو جرګې د عامه اړیکو دفتر ویلي، د مشرانو جرګې د مشر سلاکار مصباح کَهر په اسلاماباد کې د ایران د سفارت له مرستیال نبي شیرازي سره په کتنې کې د یوسف رضا ګیلاني له خوا د قاليباف لپاره رسمي بلنه وړاندې کړه. په دغې کتنې کې د ایران د ګیلان ولایت رشت ښار او د پاکستان د ملتان ښار ترمینځ د خویندو ښارونو تړون وړاندیز هم وړاندې شو، چې هدف ئې د دواړو هیوادونو ترمیینځ د کلتوري، تاریخي او اقتصادي اړیکو پیاوړې کول دي.د بینالمجالس د مشرانو لومړۍ ناسته به د نومبر په ۱۱ او ۱۲ نیټه په اسلاماباد کې ترسره شي، چې مشري به ئې ګیلاني کوي. د دې ناستې اصلي موضوع سوله، ثبات او امنیت دی، او په نړیوالو ننګونو د خبرو اترو لپاره د پارلماني مشرانو ترمینځ د ډائيلاګ په پیاوړتیا تمرکز کیږي.د پاکستان پارلمان مسئولانو ویلي، ایرانيو چارواکو د دغه کنفرانس او د بللو خویندو ښارونو د وړاندیز هرکلی کړی او د پارلماني ملګرتیاؤ د پراخولو او د ولسونو اړیکو د زیاتولو لپاره ئې د چمتووالي څرګندونه کړې. دواړو خواوو تایید کړې چې د ایران ګډون به د دواړو هیوادونو د مقننه قوې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.