پاکستان: مونږ به تل د فلسطیني ملت تر څنګ ولاړ وو
Sep 06, 2025 13:51 Asia/Kabul
د پاکستان لومړي وزیر له یو لوړ پوړي فلسطیني چارواکي سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې هیواد به یې هیڅکله د فلسطین خلک یوازې نه پریږدي او په ټولو ډیپلوماټیکو ډګرونو کې به د دوی د مشروع حقوقو ملاتړ وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د دې هیواد لومړي وزیر شهباز شریف د فلسطین د لوی قاضي او د مذهبي چارو لپاره د فلسطیني ادارې د مشر سلاکار محمود الحباش سره په لیدنه کې یو ځل بیا د فلسطیني خلکو لپاره د اسلام آباد په دایمي ملاتړ ټینګار وکړ. شهباز شریف ټینګار وکړ: موږ به تل د وروڼو فلسطیني خلکو تر څنګ ولاړ یو او د هغو جدي سرغړونو په وړاندې به د دوی د لویې مبارزې دفاع کوو چې دوی یې زغمي.
ټیګونه