په پاکستان کې ۳۱ ترهګر ووژل شول
پارس ټوډې - د پاکستان پوځ وویل چې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې سره تړلي ۳۱ عناصر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې د اعلان له مخې، په خیبر پښتونخوا صوبه کې د پوځي استخباراتو په دوو عملیاتو کښې د ترهګرو عناصرو ته درانه تلفات واړول.
د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو په لکی مروت او بنو سیمو کې په پاکستاني طالبانو پورې د اړونده ترهګرو عناصرو پټنځایونه ویجاړ کړل او د دې ډلې ۳۱ تنه یې ووژل.
د پاکستان پوځ زیاته کړه چې د ترهګرو عناصرو له شتون څخه د سیمې د پاکولو او په امنیتي ځواکونو باندې په وروستیو بریدونو کې ښکیلو کسانو ته د سزا ورکولو عملیات به دوام ولري.
په دې وروستیو ورځو کې په ځانګړې توګه د افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو څپه، ، د پام وړ زیاته شوې ده، او په تیرو څو ورځو کې ۱۹ پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کې ادعا وکړه چې د هند استخباراتي خدمات د ترهګرو عناصرو ملاتړ کوي.