پاکستان او سعودي عربستان «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i164742-پاکستان_او_سعودي_عربستان_ګډ_ستراتیژیک_دفاعي_تړون_لاسلیک_کړ
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره لیدلي او دواړو لوریو «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.
(last modified 2025-09-18T01:31:48+00:00 )
Sep 18, 2025 05:58 Asia/Kabul
  • پاکستان او سعودي عربستان «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړ

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره لیدلي او دواړو لوریو «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.

دغه تړون د دواړو هېوادونو د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي، چې د خپلو خلکو امنیت خوندي کړي، د سیمه‌ییزې او نړۍوالې سولې د ټینګښت لپاره ګډې هڅې وکړي او د دفاعي همکارۍ نوې لارې پرانیزي.

د تړون په چوکاټ کې به د پوځي تجربو تبادله، ګډ روزنیز پروګرامونه، پرمختللې وسلې او د ګډو عملیاتو د همغږۍ پراختیا شامل وي.

د تړون یوه مهمه ماده دا ده، چې که پر هر یوه هېواد برید وشي، هغه به د دواړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي او دواړه لوري به په ګډه د دې برید د دفاع مسوولیت پر غاړه واخلي.

د پاکستان د لومړي وزیر محمد شهباز شریف په وینا، دا تړون د پاکستان او سعودي ترمنځ د اعتماد نوې مرحله ده، چې د دواړو هېوادونو ولسونه به د امنیتي ډاډ ترڅنګ د اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو نوي فرصتونه هم ترلاسه کړي.

د سعودي چارواکو بیا ویلي، چې د دې تړون عملي کېدل به د سیمې د ثبات او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د قوي دېوال په توګه عمل وکړي.