پاکستان د هندوستان څرګندونو ته سخت غبرګون وښود
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر لخوا د ملګرو ملتونو په غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي نیوکې، او د هندي استازي لخوا پاکستان ته د ټیررستان ''ترهګرستان'' نوم ورکولو ته پاکستان سخت غبرګون څرګند کړی.
د هند بهرنیو چارو وزیر د دې څرګندونو په ځواب کې، د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستاني ماموریت سکرتر مرستیال محمد راشد وویل چې جی شنکر هڅه کوي پاکستان بدنام کړي.
هغه وویل: "اصلاً هندوستان په خپله د ترهګرو مرسته کوونکی دی او جنوبي اسیا سیمه یې د خپلو سطله غواړو ارمانونو او بنسټپالو نظریاتو له امله یرغمل کړې ده."
محمد راشد زیاته کړه: "رښتیا دا دي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له ۹۰ زرو د زیاتو انسانانو قرباني ورکړې، چې نړیواله ټولنه یې هم مني."
د پاکستاني استازي د څرګندونو په ځواب کې، د هند ماموریت دویم سکرتر سري نواس وویل: "د هند بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د هیڅ هېواد نوم وانخیست، خو بیا هم پاکستان غبرګون وښود او پخپله یې دا ومنله چې سرحدي ترهګري له دوی سرچینه اخلي."
هغه زیاته کړه: "هیڅ دلیل یا دروغ به د 'ټیررستان' (ترهګرستان) جرمونه پټ نه کړي."
د هند د استازي د څرګندونو په غبرګون کې یو ځل بیا د ځواب حق کارولو پر مهال، د پاکستان استازي محمد راشد وویل: "دا دومره شرموونکې خبره ده چې هند تر دې حده ټیټ شوی، چې د ملګرو ملتونو د یو غړي هېواد نوم تحریفوي."
هغه وویل: "د یوه خپلواک هېواد نوم پورې ټوکې کول د ټول ملت د سپکاوي او توهین قصدي هڅه ده."
محمد راشد زیاته کړه: "دا کومه سیاسي غونډه نه ده... هند نړۍ ته د ښوولو لپاره هیڅ نه لري، نو ځکه بې بنسټه خبرې کوي چې د جدي بحث وړ نه دي."