پاکستان د افغان محصلینو لپاره د بورسونو د نوم لیکنې مهلت وغځوه
پاکستان اعلان وکړ چې د انټرنیټ بندیدو له امله، د افغان محصلینو لپاره د دې هیواد د بورسونو د نوم لیکنې وروستۍ نیټه غځول شوې ده.
د فارس خبري اژانس د افغانستان د برخې د خبریال په وینا، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې د دې هیواد حکومت د افغان محصلینو لپاره د "علامه محمد اقبال" سکالرشپ (دریم پړاو) لپاره د نوم لیکنې وروستۍ نیټه غځولې ده.
هغه په X کې لیکلي چې دا پریکړه په ټول افغانستان کې د انټرنیټ بندیدو له امله شوې ترڅو د افغان محصلینو لپاره ډیر فرصتونه چمتو کړي.
د پاکستان د حکومت د یوې اعلامیې له مخې، د نوم لیکنې نوې نیټه د ۲۰۲۵ کال د روانې اکتوبر۱۰ نیټه ټاکل شوې ده.
دا بورسونه له افغانستان سره د پاکستان د تعلیمي همکارۍ یوه برخه ده، چې له لارې یې هر کال سلګونه افغان محصلین په پاکستاني پوهنتونونو کښې داخلیږي.
#افغانستان
#طالبان