د پاکستان او د افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ جنګونه شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کښې له بریدونو او چاودنو دوه ورځې وروسته چې د کابل چارواکي پاکستان د دغو حملو مسوول ګڼي راپورونه د پاکستان په شمال لویدیځ کښې په غلام خان سرحدي لاره کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د سختو جنګونو ښودنه کوي.
د پاکستان سرچینو وویل چې دغه جنګونه د افغانستان له طالبانو سره د پاکستان د شمالي وزیرستان په غلام خان سرحدي سیمه کښې شوي دی.
د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي ګاونډی هیواد پاکستان په خپل هیواد باندې په هوايي حملو تورنوي خو په عین حال کښې د پوځ ویاند د طالبانو دغه تورونه تائید یا رد کړي نه دي.
څو ورځې مخکې د تحریک طالبان پاکستان ډلې لخوا په تیراه سیمه کښې په پوځیانو باندې حملې کښې د پوځ د یوه ډګروال او جګړن په شمول یولسي پوځیان وژل شوي و.
د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې غړیو دغه راز د خیبر پښتونخوا صوبې په ډيره اسماعیل خان کښې هم د پوځ یو جګړن سبطین حیدر هزاره او څو پوځيان وژلي وو.
پاکستان وايي چې د افغانستان طالبانو ډله د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړیو ته پناه ورکوي او په پاکستان کښې حملې له افغانستان څخه پلانیږي خو طالبان د پاکستان دغه تور ردوي.