پاکستان له کابل سره د رغنده خبرو اترو لپاره چمتووالی اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i165784-پاکستان_له_کابل_سره_د_رغنده_خبرو_اترو_لپاره_چمتووالی_اعلان_کړ
د پاکستان دفاع وزیر وویل اسلام آبادل ه وروستیو کړکیچونو سره سره له افغانستان حکومت سره د هدفمند خبرو اترو لپاره چمتو دی، خوکابل باید تضمین ورکړي چې د دوی خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.
(last modified 2025-10-11T10:47:28+00:00 )
Oct 11, 2025 15:15 Asia/Kabul
  • پاکستان له  کابل سره د رغنده خبرو اترو لپاره چمتووالی اعلان کړ

د پاکستان دفاع وزیر وویل اسلام آبادل ه وروستیو کړکیچونو سره سره له افغانستان حکومت سره د هدفمند خبرو اترو لپاره چمتو دی، خوکابل باید تضمین ورکړي چې د دوی خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له  افغانستان سره د امنیتي کړکیچونو د زیاتوالي په ځواب کې، په یوه تلویزیوني پروګرام کې وویل: پاکستان هیڅکله له خبرو اترو ډډه نه ده کړې او په اوسنیو او کړکیچنو شرایطو کې د پولې هاخوا ترهګرۍ په اړه د اختلافاتو د حل لپاره له کابل سره د هدفمند خبرو اترو لپاره چمتو دی.

هغه وویل: اسلام آباد په تیرو دریو کلونو کې کابل ته لوړ پوړي پلاوي هم لیږلي او د افغانستان له خوا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د ترهګرې ډلې غړو ته د پناه ورکولو په اړه یې خپله اندیښنه له  افغان چارواکو سره په مختلفو غونډو کې څرګنده کړې ده. خواجه اصف زیاته کړه: په دې غونډو کې، خبرداری ورکړل شوی چې که د دې ترهګرې ډلې غړي په افغان خاوره کې شتون او فعال پاتې شي، پاکستان به اړ شي چې اقدام وکړي.