پاکستان کښې به اوس هغه افغانان وسییږي چې ویزې ولري
زمونږ خبریال راپور راکړی په اسلام اباد کښې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې غونډې کښې وویل شول چې د افغانستان مهاجرینو ته به نور هیڅ ډول اضافي مهلت ورنکړل شي او دوې به ډیر زر خپل هیواد افغانستان ته واستول شي.
په دغه غونډې کښې وویل شول په پاکستان کښې به د افغانستان یوازې هغو ښاریزو ته د وسیدا اجازه ورکړل شي چې ورسره د پاکستان ویزې وي.
د افغانستان هیڅ ښاریز ته به د پاکستان د حکومت د پالیسو په خلاف ورزۍ کولو سره د پناه د ورکولو اجازه ورنکړل شي.
پرون په اسلام اباد کښې افغانستان ته د کډوالو د بیرته د ستنولو په هکله د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې غونډه وشوه چې پکښې د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر، فیډرال وزیرانو ، د جمواو کشمیر لومړي وزیر، د پنجاب، سیند، بلوچستان او د ګللګت بلتستان اعلی وزیرانو او د صوبو د حکومتونو لوړرتبه چارواکو ګډون وکړ.
په دغه غونډه کښې د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر سهیل افریدي ګډون ونکړ خو د هغه استازي مزمل اسلم په دغه غونډې کښې برخه واخیستله.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه غونډې ته په وینا کښې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان باندې په حملو او په دغو بریدونو کښې د افغانستان د ښاریزو د لاس لرلو په هکله سخته اندیښنه څرګنده کړه.
هغه وویل د پاکستان خلک له مونږ څخه پوښتنه کوي چې حکومت به تر کومه د افغانستان د مهاجرینو بار په اوږو وړي.