پاکستان او افغانستان په سمدستي اوربند موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166088-پاکستان_او_افغانستان_په_سمدستي_اوربند_موافقه_وکړه
دواړو هیوادونو په راتلونکو څو ورځو کې د نورو غونډو په ترسره کولو او د سولې او ثبات لپاره د دایمي میکانیزم په جوړولو هم موافقه وکړه.
(last modified 2025-10-19T02:39:12+00:00 )
Oct 19, 2025 07:06 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان په سمدستي اوربند موافقه وکړه

دواړو هیوادونو په راتلونکو څو ورځو کې د نورو غونډو په ترسره کولو او د سولې او ثبات لپاره د دایمي میکانیزم په جوړولو هم موافقه وکړه.

پاکستان او افغانستان په فوري اوربند موافقه کړې ده، د قطر د بهرنیو چارو وزارت اوربند تایید کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اوربند پریکړه په دوحه کې د خبرو اترو په بهیرکې وشوه. د اوربند موافقه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب وشوه.

دواړو هیوادونو په راتلونکو څو ورځو کې د نورو غونډو په ترسره کولو او د سولې او ثبات لپاره د دایمي میکانیزم په جوړولو هم موافقه وکړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دواړو هیوادونو ترمنځ اوربند به په سیمه کې د تلپاتې سولې د رامینځته کولو لپاره یو قوي بنسټ چمتو کړي. هیله ده چې اوربند به د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د قطر د استخباراتو د مشر عبدالله بن محمد الخلیفه په کوربه توب د خبرو اترو لومړی پړاو په دوحه کې ترسره شو، چې پکې د پاکستان د پلاوي مشري د دفاع وزیر خواجه اصف کوله. امنیتي چارواکو هم د دفاع وزیر سره مرسته وکړه.

د افغان پلاوي مشري د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب کوله، او په  افغان پلاوي کې د هغه د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم شامل دی.

دپاکستان  دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند تړون تایید کړی او ویلي یې دي چې دواړه ګاونډي هیوادونه به د یو بل خاورې ته درناوی وکړي.

د اوربند له  تړون وروسته خواجه اصف وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند تړون شوی دی.

ده  وویل چې پلاوي به د اکتوبر په ۲۵مه بیا په استانبول کې سره وویني .

خواجه اصف زیاته کړه چې د پاکستان په خاوره کې  به له  افغانستان څخه د ترهګرۍ لړۍ سمدلاسه ودریږي. دواړه ګاونډي هیوادونه به د یوه  بل خاورې ته درناوی وکړي.