پاکستان د ICC تعصب لرونکې ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166094-پاکستان_د_icc_تعصب_لرونکې_ادعا_رد_کړه
عطا تارړ په خپل بیان کې وویل چې ICC په دې اړه هیڅ خپلواک شواهد هم نه دي وړاندې کړي.
(last modified 2025-10-19T02:43:21+00:00 )
Oct 19, 2025 07:11 Asia/Kabul
  • پاکستان د ICC تعصب لرونکې ادعا رد کړه

عطا تارړ په خپل بیان کې وویل چې ICC په دې اړه هیڅ خپلواک شواهد هم نه دي وړاندې کړي.

د پاکستان د  اطلاعاتو وزیر عطا تارړ د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) هغه تعصب لرونکې، انتخابي او نابالغه تبصره رد کړه چې پکې د پاکستان په وړاندې بې بنسټه تور لګول شوی چې درې افغان کرکټران په پاکستاني برید کې وژل شوي دي.

عطا تارړ په خپل بیان کې وویل چې ICC په دې اړه هیڅ خپلواک شواهد هم نه دي وړاندې کړي.

هغه وویل چې پاکستان پخپله د پولې هاخوا ترهګرۍ قرباني دی. پاکستان د ICC دا ادعا ردوي او د هغې د سمدستي اصلاح غوښتنه کوي.

عطا تارړ وویل چې پاکستان له  شواهدو پرته د لوړ غږ ادعاوو کولو یوه نمونه لیدلې ده.

هغه زیاته کړه چې د ICC له  بیان څو ساعته وروسته، د هغه مشر جې شاه په خپل ټولنیزو رسنیو حساب کې ورته خبره تکرار کړه او بیا د افغانستان کرکټ بورډ نږدې ورته بیان پرته له کوم شواهدو تکرار کړ.

ده  وویل چې دا ټول د ICC د اوسني مشرتابه لاندې یوې نمونې ته اشاره کوي چې له مخې یې هغه شخړې راپورته کیږي چې مخنیوی یې کیدی شوای او د پاکستان کرکټ باندې د نفوذ هڅې کیږي.

 

عطا تارړ وویل چې پدې کې د لاس ورکولو وروستۍ شخړه هم شامله ده چې د آسیا جام په سیالیو کې د پاکستان د یوې لوبې د ځنډیدو لامل شوه. داسې پیښو د ICC د بې طرفۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

هغه وویل چې یو نړیوال سازمان باید یو اړخیز بیانیه وړاندې نه کړي. پاکستان په دوامداره توګه ویلي چې سیاست باید سپورت ککړ نه کړي.