پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت څخه اصولي غوښتنې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166390-پاکستان_د_افغانستان_د_طالبانو_له_حکومت_څخه_اصولي_غوښتنې_کړي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې په استانبول کښې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمینځ په خبرو کښې د اسلام اباد پلاوي طالبانو ته خپل واضح دریځ بیان کړی دی.
(last modified 2025-10-26T23:08:29+00:00 )
Oct 26, 2025 23:54 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت څخه اصولي غوښتنې کړي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې په استانبول کښې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمینځ په خبرو کښې د اسلام اباد پلاوي طالبانو ته خپل واضح دریځ بیان کړی دی.

پاکستان د افغانستان طالبانو ته په واضح ډول ویلي دي چې د طالبانولخوا د ترهګرو ډلو سرپرستۍ کول د منلو وړ چاره نه ده.

د پاکستان پلاوي طالبانو ته وویل چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کلک او یقیني اقدامات ترسره کول پکار دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو وویل چې د افغانستان د طالبانو د حکومت دلایل غیر منطقي او د ځمکنیو  حقایقو پرضد دي او داسې ښکاري چې د افغانستان طالبان په بلې کوم اجنډا باندې روان دي او دغه اجنډا د افغانستان ، د پاکستان او د سیمې د ثبات په ګټه نه ده.

په استانبول غونډې کښې د پاکستان پلاوي د افغانستان له طالبانو غوښتنه وکړه چې د طالبانو حکومت فتنه الخوارج او فتنه هندوستان ډلې په واضح او اغیز شیندونکي ډول کنټرول کړي.

وړمه ورځ د پاکستان پلاوي د افغانستان طالبانو ته یو شمیر وړاندې او غوښتنې وکړې او د طالبانو حکومت هم د پاکستان وړاندیزونو ته پرون سهار ځوابونه ورکړل.