لنډي کوتل: د طورخم لویې لارې د پرانیستلو په موخه لاریون وشو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166432-لنډي_کوتل_د_طورخم_لویې_لارې_د_پرانیستلو_په_موخه_لاریون_وشو
د خیبرپښتونخو د لنډي کوتل په بازار کې کاریګرو،  مشرانو او عامو وګړو د تورخم لویې لارې د پرانیستلو په موخه لاریون وکړ،
(last modified 2025-10-27T09:09:19+00:00 )
Oct 27, 2025 13:38 Asia/Kabul
  • لنډي کوتل: د طورخم لویې لارې د پرانیستلو په موخه لاریون وشو

د خیبرپښتونخو د لنډي کوتل په بازار کې کاریګرو،  مشرانو او عامو وګړو د تورخم لویې لارې د پرانیستلو په موخه لاریون وکړ،

لاریونوالو بینرونو کې د "سوله غواړو، جګړه نه" او "پوله پرانیزئ" شعارونه لیکلي وو.

دوی د افغانستان او پاکستان چارواکو څخه غوښتي و، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د لویې لارو په پرانیستلو یې ټینګار وکړ.

د دوی په وینا د لارو د پرانیستلو له امله د سوداګرۍ ترڅنګ دواړه خواوې میشتو خلکو ته پراخه کاري فرصتونه هم برابریږي، چې دا مهال له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو نښتو وروسته نن شپاړسمه ورځ ده، چې یاده لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

سوداګر وایي، د دغه لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالر دواړو لورو ته زیان اوړي.

په ورته وخت کې نن درېیمه ورځ ده، چې په ترکیه کې د افغان او پاکستان لورې ترمنځ مذاکرات دوام لري، خو تر اوسه ترې کومه واضحه پایله نده اعلان شوې.

ځینو پاکستاني سرچینو خبر ورکړی، چې دغه مذاکرات بې پایلې پای ته ورسیدل، خو افغاني رسنیو بیا له مذاکراتو څخه د هیله مندۍ خبرونه ورکړي او ویلي، چې نن به هم دغه خبرې دوام ولري.