د پاکستاني لوري د نامنطقي غوښتنو له امله مذاکرات پرمختګ نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166506-د_پاکستاني_لوري_د_نامنطقي_غوښتنو_له_امله_مذاکرات_پرمختګ_نه_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په استانبول کې د افغانستان د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ د اوږدمهاله اوربند خبرو له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته پاکستاني چارواکو ویلي،
(last modified 2025-10-29T12:38:34+00:00 )
Oct 29, 2025 12:55 Asia/Kabul
  • د پاکستاني لوري د نامنطقي غوښتنو له امله مذاکرات پرمختګ نه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی په استانبول کې د افغانستان د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ د اوږدمهاله اوربند خبرو له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته پاکستاني چارواکو ویلي،

 د خبرو پرمهال د طالبانو حکومت استازو ډاډ نه ورکاوه، چې د پاکستاني ځواکونو پرضد د برید کوونکو وسله‌والو پرضد به پرېکنده ګام اخلي، خو تازه د طالبانو حکومت ویلي، د پاکستاني لوري د نامنطقي غوښتنو له امله  خبرو کې پرمختګ ونه شو.

که څه هم د طالبانو کوم چارواکي یا رسمي ویاند د خبرو په اړه تازه څرګندونې نه دي‌ کړې،‌ خو د ملي‌ راډیو تلوېزیون پر اېکسپاڼه یې لیکلي چې "استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات د پاکستاني لوري د غیرې منطقي غوښتنو له امله پرمختګ نه کوي.

 په دې مذاکراتو کې پاکستاني لوري له افغانستان څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تضمین ورکړي".

ار ټي‌اې دا هم لیکي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستانۍ کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده:‌

"د افغانستان پلاوي ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، خو افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به پاکستان او یا بل کوم هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

دغه راز افغان پلاوي له پاکستاني لوري غوښتي، چې په خپله خاوره کې دې داعش او نورو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې تخریبي بریدونه وکړي، دغه هېواد به د افغانستان هوایي حریم نه نقض کوي او سیاست او سوداګري دې سره بېل کړي."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ استانبول کې د طالبانو حکومت له استازو سره له څو ورځنیو خبرو وروسته،‌ چې بې کومې پایلې پای ته ورسېدې، د طالبانو حکومت ته ټینګ خبرداری ورکړی دی، خو د طالبانو حکومت لا تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان وايي د پاکستاني لوري د نامنطقي غوښتنو له امله مذاکرات پرمختګ نه کوي.

خواجه اصف پر اېکس یوه اوږده پیغام کې لیکلي، دا چې پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره خبرو ته حاضر شو، چې د ټیکاو او سولې هوکړې ته رسېدو لپاره یوه موکې وه، خو "ځینو افغان چارواکو (زهرجنې څرګندونې) کولې."

دغه پاکستاني چارواکي ډېره تونده لهجه پیغام کې چې په انګلیسي او اردو ژبو پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی، ویلي د طالبانو له څرګندونو "د فرېبکارۍ نښې معلومېدې".

د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر څرګندونې

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ وايي د طالبانو له حکومت سره د اوږد مهاله اوربند لپاره د ترکیې په استانبول کې خبرې اترې "ناکامې" شوې او د "عملي حل" په راوستلو کې پاتې راغلې دي.

نوموړي پر ټولنيزه رسنۍ اېکس ويلي، د خبرو پر مهال د طالبانو حکومت استازو ډاډ نه ورکاوه چې د هغو وسله والو پر ضد به پرېکنده ګام پورته کوي چې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي. د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي ډول د خبرو د پايته رسېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، په استانبول کې د خبرو اترو پر مهال، د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل شول چې "د اورپکو سازمانونو پر وړاندې مشخص او پرېکنده اقدامات وکړي"، خو وايي، دوی په دې برخه کې خپل مسؤلیت نه مني او د پاکستاني طالبانو پر وړاندې ګام پورته کولو ته لېواله نه دي.