پاکستاني پوځ: په بلوچستان کې ۱۸ بېلتون غوښتونکي ياغيان وژل شوي دي
پاکستاني پوځ اعلان وکړ چې امنيتي ځواکونو په بلوچستان ايالت کې په دوو جلا عملياتو کې د بلوڅو بېلتون غواړو ډله یې له مینځه وړې ده چې په ترڅ کې يې ۱۸ ترهګر عناصر وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ عامه اړيکو څانګې نن سهار په يوې اعلاميې کې وويل چې د بلوچستان ايالت په کوټه ښار شاوخوا او کچ ولسوالۍ کې د ترهګرو بېلتون غواړو پر ضد دوه جلا عملياتونه ترسره شوي دي.
د پاکستان لومړي وزير هم په يو پيغام کې د پوځ د عملياتو له برياليتوب څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې هېواد يې د وروستي ترهګر تر وژلو پورې د مبارزې ته ژمن دی.
پاکستاني پوځ په خپلې اعلاميې کې زياته کړه چې په دې عملياتو کې د کوټې په شاوخوا کې ۱۴ بېلتون غواړې ترهګر او په کچ سيمه کې ۴ نور ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت او پوځ ادعا کوي چې د هند استخباراتي ادارې د بلوڅو بېلتون غواړو ياغيانو په ملاتړ او د بلوچستان ايالت په بې ثباته کولو کې لاس لري، خو هندوستان تل دا تورونه رد کړي دي.