پاکستان په ډرون سره د د کوکنارو له  کروندو سره مبارزه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i168046-پاکستان_په_ډرون_سره_د_د_کوکنارو_له_کروندو_سره_مبارزه_کوي
د پاکستانيو رسنیو له مخې، په بلوچستان  صوبې کې د کوکنارو د کښت پراختیا د دغې صوبې  چارواکي د نوو رودو کارولو ته اړ کوي.سره له دې چې د پاکستان د نشه ایزو موادو سره د مبارزې پولیس، گمرکات او نورې ادارې د دغو موادو د تولید او قاچاق د له مینځه وړلو پروژو په برخې کې هڅې کوي، دا بلا لا هم په پاکستان کې، په تیره بیا  په بلوچستان صوبې کې چې د افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، موجوده ده.
(last modified 2025-12-04T05:56:03+00:00 )
Dec 04, 2025 10:23 Asia/Kabul
  • پاکستان په ډرون سره د د کوکنارو له  کروندو سره مبارزه کوي

د پاکستانيو رسنیو له مخې، په بلوچستان  صوبې کې د کوکنارو د کښت پراختیا د دغې صوبې  چارواکي د نوو رودو کارولو ته اړ کوي.سره له دې چې د پاکستان د نشه ایزو موادو سره د مبارزې پولیس، گمرکات او نورې ادارې د دغو موادو د تولید او قاچاق د له مینځه وړلو پروژو په برخې کې هڅې کوي، دا بلا لا هم په پاکستان کې، په تیره بیا  په بلوچستان صوبې کې چې د افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، موجوده ده.

  ایرناخبری آژانس  له اسلام اباده راپور ورکړی د پاکستان په بلوچستان  صوبې کې د کوکنارو د کښت پراختیا چې د موادو د قاچاق اصلي لاره ده،ددغې صوبې  چارواکي د کروندو د پیژندلو او له مینځه وړلو لپاره د ډرون ټیکنالوژۍ کارولو ته اړ ایستلي دي.

په دغه راپور کې  راغلي دي، د پاکستانيو رسنیو له مخې، په بلوچستان  صوبې کې د کوکنارو د کښت پراختیا د دغې صوبې  چارواکي د نوو رودو کارولو ته اړ کوي.سره له دې چې د پاکستان د نشه ایزو موادو سره د مبارزې پولیس، گمرکات او نورې ادارې د دغو موادو د تولید او قاچاق د له مینځه وړلو پروژو په برخې کې هڅې کوي، دا بلا لا هم په پاکستان کې، په تیره بیا  په بلوچستان صوبې کې چې د افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، موجوده ده.د بلوچستان صوبې  د حکومت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د خشخاشو کښت د دې هیواد شهرت ته زیان رسوي او باید د مخدره موادو د کروندو  د پیژندلو او له منځه وړلو لپاره نوې طریقې  او رودې  وکارول شي.شکیل قادر خان وویل: د کوکنارو کښت یو جدي جرم دی او د دې  بلا د  ریښو زیاتیدا ممکنه ده  د پاکستان لپاره په نړیواله کچه خنډونه رامینځته کړي.هغه اعلان وکړ چې صوبائي حکومت به له دې وروسته د بلوچستان صوبې کې د خشخاشو د کروندو د پیژندلو لپاره د ډرون ټیکنالوژي وکاروي او تر اوسه ۱۵۰۰   هیکټره په کوکنارو کرلي  پَټي  له مینځه وړل شوې چې دا شمیره د تیر کال په پرتله زیاته ده.دغه پاکستاني چارواکی وویل چې تر اوسه ۲۵۵ کسان د کوکنارو  د  کروندګر نیول شوي او د دوی پر وړاندې د مخدره موادو د کنټرول د قوانینو له مخې دوسیې جوړې شوې دي