د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر امریکا ته ورځي
Dec 18, 2025 10:57 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی په نړیوالو رسنیو کښې امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د سفر په هکله خبرونه او ګونګوسې اوریدل کیږي.
که چیرې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر امریکا ته دغه سفر وکړي نو هغه په په تیرو شپږو میاشتو کښې د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره لومړي پوځي چارواکی وي چې درې ځله ورسره کتنه کوي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر فیلډ مارشل به د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره په کتنه کښې په غزې کښې د نړیوال ځواک د جوړولو په هکله خبره کیدلای.
ټیګونه