پاکستاني رسنۍ: بلوچستان کې ترافیکي پېښې له امله ۹ افغانان مړه شوي
Dec 22, 2025 05:22 Asia/Kabul
د پاکستان جنګ رسنۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان بلوچستان ایالت په تفتان سیمه کې د تېلو ټانکر او موټر د ټکر له امله ۹ کسان مړه او لس نور ټپيان دي.
دوی د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي، چې وژل شوي کسان ټول افغان مسافر دي، چې په غیر قانوني لاره پاکستان ته داخل شوي وو.
چارواکو خبر ورکړی، چې د پېښې قربانیان به د قانوني پروسې وروسته افغانستان ته وسپارل شي.
ټیګونه