یونیسف: د بلوچستان د وروستیو بریدونو په قربانیانو کې ماشومان هم شته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170360-یونیسف_د_بلوچستان_د_وروستیو_بریدونو_په_قربانیانو_کې_ماشومان_هم_شته
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونیسف) ویلي چې د بلوچستان په وروستیو بریدونو کې ځینو ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او دا بنسټ له دې کبله اندېښمن دی.
(last modified 2026-02-04T03:03:25+00:00 )
Feb 04, 2026 07:31 Asia/Kabul
  • یونیسف: د بلوچستان د وروستیو بریدونو په قربانیانو کې ماشومان هم شته

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونیسف) ویلي چې د بلوچستان په وروستیو بریدونو کې ځینو ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او دا بنسټ له دې کبله اندېښمن دی.

یونیسف پرون سه‌شنبه د فبرورۍ په ۳مه راپور ورکړی چې په دې سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو د خلکو ترمنځ پراخه وېره خپره کړې او ماشومانو او کورنیو ډېر زیان ګاللی دی.

نوموړي بنسټ د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې هغوی د دغو بریدونو له سخت اغېز لاندې راغلې دي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ټينګار کړی چې ماشومان دې نه په نښه کېږي او نه دې د جګړې او تاوتریخوالي قرباني کېږي او له هغوی دې د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې ساتنه وشي.