پاکستان سبا جمعه له ایرانه په ملاتړ کښې ملي اعتراض کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i171246-پاکستان_سبا_جمعه_له_ایرانه_په_ملاتړ_کښې_ملي_اعتراض_کوي
یو پاکستاني چارواکي سبانۍ جمعه، په ټول پاکستان کښې د امریکې خلاف «د ملي اعتراض ورځ» اعلان کړه.
(last modified 2026-03-05T11:33:17+00:00 )
Mar 05, 2026 15:58 Asia/Kabul
  • پاکستان سبا جمعه له ایرانه په ملاتړ کښې ملي اعتراض کوي

یو پاکستاني چارواکي سبانۍ جمعه، په ټول پاکستان کښې د امریکې خلاف «د ملي اعتراض ورځ» اعلان کړه.

پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي، د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان د ایران خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژیم د بریدونو په غبرګون کښې، سبا یعنې د جمعې ورځ په ټول پاکستان کښې «د ملي اعتراض ورځ» اعلان کړه.

هغه له ایران سره د پیوستون د اعلانولو او د امریکې او صهیونیسټي رژیم د اقداماتو د غندلو لپاره د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د غونډو او مظاهرو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

نعیم الرحمان همداشان په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر سره په کتنه کښې، د حضرت امام خامنه اي او  ځینو ایراني چارواکو د شهادت په تسلیت سره، امریکا، اسرائیل او هندوستان په سیمه کښې «د شرارت مثلث» وباله.

هغه د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ «د صلحې شورا» په نامه ائتلاف څخه د پاکستان د وتلو په غوښتنې سره، د جنګي جنایتکار په توګه د ټرمپ د معرفي کیدو او همداشان په کراچۍ کښې په معترضانو باندې د امریکې په کنسولګرۍ کښې د دیره امریکايي خواکونو د ډزو په هکله د وضاحت غوښتنه یې وکړه.