د پاکستان یو مشهور عالم ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i172564-د_پاکستان_یو_مشهور_عالم_ووژل_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کښې یو مشهور مذهبي شخصیت مولانا محمد ادریس
(last modified 2026-05-05T09:23:46+00:00 )
May 05, 2026 13:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان یو  مشهور عالم ووژل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کښې یو مشهور مذهبي شخصیت مولانا محمد ادریس

چې د صوبايي ولسي جرګې پخوانی غړی هم پاتی شوی و د نابیژاندو کسانو په ډوز کښې ووژل شو او د هغه دوه ساتونکی پولیس ژوبل شول.

مولانا محمد ادریس له خپل کور څخه په ګاډې کښې مدرسې ته روان و چې د اتمانزئ په  سیمه کښې ورباندې ناپیژاندو کسانو حمله وکړه.