اسلام اباد کښې د پاکستان د سفیرانو غونډه نن کیږي
May 14, 2026 03:41 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال «اسحاق ډار» وویل د دغه هیواد خارجه وزارت له نن څخه د مي د میاشتې تر اتلسمې نیټې پورې د فارس خلیج د سیمې په هیوادونو کښې د پاکستان د سفیرانو غونډه جوړوي.
ویل کیږي په دغه کانفرنس کښې د سیمې او د دنیا د حالاتو او له دوستو هیوادونو سره د پاکستان د دوه اړخیزه اړیکو په هکله غور او بحث کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل د اسلام اباد د کانفرنس سپارښتنې به د دوه اړخیزه اړیکو په نور پیاوړي کولو کښې مرسته کونکي ووسي.
هغه وویل پاکستان د فعالې ډيپلوماسۍ او د سیمې له هیوادونو سره د پرله پسې اړیکو لرلو لپاره کلک هوډ لري.
ټیګونه