د ګلګت بلتستان د ولسي جرګې انتخابات نن ترسره کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د ګلګت، بلتستان سیمې د صوبایي ولسي جرګې عمومي انتخابات له څلور میاشتې ځنډ وروسته نن ترسره کیږي کوم چې د سخت ساړه له کبله ځنډول شوي وو.
د رایو اچول د پاکستان له ځايي وخت سره سم نن سهار وختي اته بجې پیل شوي او د مازیګر تر پینځو بجو پورې به دوام ولري.
د ګلګت بلتستان ولسي جرګه درې دیرش څوکۍ لري، چې څلرویشت یې نیغ په نیغه رایو سره انتخابیږي او شپږ څوکۍ د ښځو او درې څوکۍ د ټیکنوکریټانو او حرفه اي کسانو لپاره بیلې دي.
سیاسي ګوندونه د متناسبې نمایندګۍ په وسیله د بیله کړې شویو څوکیو لپاره کاندیدان ټاکلی شي.
د ګلګت بلتستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ټول ټال درې سوه شپږ نوي کاندیدان له یوبل سره سیالۍ کوي چې دوه سوه شپږ شپیته یې خپلواکه کاندیدان دي.
په دغو انتخاباتو کښې یوازې اته ښځې سیالۍ کوي چې پینځه یې خپلواکه دي.
په دغو انتخاباتو کښې د پاکستان پیپلز ګوند درویشت، د مسلم لیګ نوازشریف څانګه دوه ویشت، استحکام پاکستان ګوند پینځلس، پاکستان مسلم لیګ قاسم ګروپ یولس، تحریک اسلامي پاکستان لس ، پاکستان نظریات ګوند لس ، جمعیت علمای اسلام فضل الرحمن څانګه هم نهه کاندیدان لري.
مجلس وحدت مسلمین په دغو انتخاباتو کښې د سیالۍ لپاره اوه کاندیدان، شپږ کاندیدان د جماعت اسلامي او شپږ نور د متحده قومي موومنټ دي.
څلور کاندیدان د عوامي ورکرز ګوند او یو کاندید هم د عوامي نیشنل پارټۍ دی.
سني اتحاد کونسل هم یو کاندید د سیالۍ لپاره لري.