پاکستان له ایرانه د ګیسو واردات زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i174658-پاکستان_له_ایرانه_د_ګیسو_واردات_زیاتوي
پارس ټوډی- د پاکستان د پټرولیم وزیر له ایران څخه د مایع ګیس (ایل پي جي) د وارداتو د زیاتولو په اړه د خپل هیواد د فیصلې خبر ورکړ.
(last modified 2026-06-29T06:14:06+00:00 )
Jun 29, 2026 10:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پټرولیم وزیر علي پرویز ملک
    د پاکستان د پټرولیم وزیر علي پرویز ملک

پارس ټوډی- د پاکستان د پټرولیم وزیر له ایران څخه د مایع ګیس (ایل پي جي) د وارداتو د زیاتولو په اړه د خپل هیواد د فیصلې خبر ورکړ.

پارس ټوډی لیکلي چې «علی پرویز ملک» په لاهور ښار کښې په خبري غونډه کښې وویل: له ایران سره زمونږ اړیکه د ورورولۍ او نزدې ګاونډیتوب اړیکه ده او باوري یو چې مونږ باید له متقابلو توانمنیو څخه ګټه پورته کړو.

د پاکستان د تیلو وزیر ټینګار وکړ: له ایران څخه هره ورځ له ۴ نه تر ۵ زره ټنو پورې مایع ګیس واردوو او اوس غواړو چې دغه اندازه زیاته کړو.

هغه وویل: د ایران او پاکستان تخنیکي ټیمونه په خپلو کښې نزدې رابطې لري او هڅه کوو چې د انرجۍ اړتیاوې، چې د پاکستان لپاره واره وکړي، د ایران له لارې تامینې کړو او د اسلام آباد حکومت به ضروري پریکړه وکړي.