پاکستان د هرمز اوبلارې په هکله د عمان د خبرو ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176202-پاکستان_د_هرمز_اوبلارې_په_هکله_د_عمان_د_خبرو_ملاتړ_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند «طاهر اندرابي» د سیمې د بدلونونو له ټولو اړونده هیوادونو سره د اسلام اباد د نږدې تماسونو دوام ته په اشارې سره وویل پاکستان د هرمز اوبلارې په هکله د عمان د خبرو اترو ملاتړ کوي.
(last modified 2026-08-06T08:54:41+00:00 )
Aug 06, 2026 13:02 Asia/Kabul
  • پاکستان د هرمز اوبلارې په هکله د عمان د خبرو ملاتړ کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند «طاهر اندرابي» د سیمې د بدلونونو له ټولو اړونده هیوادونو سره د اسلام اباد د نږدې تماسونو دوام ته په اشارې سره وویل پاکستان د هرمز اوبلارې په هکله د عمان د خبرو اترو ملاتړ کوي.

هغه نن وویل پاکستان هماغه راز د هرمز اوبلارې د بندون په اړه له مرکچي لورو سره په ارتباط کښې دی.

اندرابي د ایران له خارجه وزیر سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په ټيلي فوني تماس باندې استناد او اسلام اباد ته د سفر لپاره د ایران د خارجه وزیر عباس عراقچي ته بلنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې مونږ په سیمه کښې د جنګونو له ختمولو سره د مرستې لپاره د ټولو منصفانه نوښتونو ملاتړ کوو.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل لومړی وزیر شهباز شریف په رسمي سفر عربستان ته ورځي او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به هم له شهباز شریف سره ملګرتیا وکړي.

هغه د فلسطین د بدلونونو او په اردن کښې د  غونډې د رول په هکله هم ټینګار وکړ پاکستان د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړي کوي او باوري دی د فلسطین د شخړې حل د مینځني ختیځ د امنیت او د سولې د تثبیت لپاره یوازنۍ عادلانه لاره چاره ده.

هغه یوې پوښتنې ته په ځواب کښې وویل پاکستان هیله من دی چې د هرمز اوبلارې په هکله موافقه د ایران او د امریکا ترمینځ د فني خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره لاره هواره کړي او لوري د اسلام تفاهم لیک ته بیرته وروګرځي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند طاهر اندرابي د هرمز اوبلاې په اړه د موافقې لپاره د ایران او د عمان له هڅو سره په یووخت د ایران پرضد د سمندري کلابندۍ په اړه هم وویل اسلام اباد د شخړو له کولو سره د مستې کولو کوشش کوي مونږ د کړکیچ د ډول ډول والي د ټاکلو هڅه نه کوو.