د پاکستان په کوئټه ښار کښې یو شمېر ترهه ګر ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i17659-د_پاکستان_په_کوئټه_ښار_کښې_یو_شمېر_ترهه_ګر_ونیول_شول
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کښې یو شمېر ترهه ګر ونیول شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2016 10:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کوئټه ښار کښې یو شمېر ترهه ګر ونیول شول

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کښې یو شمېر ترهه ګر ونیول شول.

د ډان خبری سائیت د نننی رپوټ له مخې د پاکستان پولیسو وویل د بلوچسستان صوبې په مرکز کوئټه ښار کښې د ترهه ګرۍ په خلاف عملیاتو کښې اتلس ترهه ګر ونیول شول.

پولیسو همدارنګ وویل په دغو عملیاتو کښې چې د دغه ښار په مختلفو سیمو کښې شروع شوی دی د ترهه ګرو یو شمېر وسلې او جنګی سازوسامانونه هم کشف شول.

د تېرې نهې په ورځ د کوئېټې ښار د پولیسو د یو لوړ رتبه چارواکی په موټر باندې د ناپېژندل شویو وسله والو په ډزو کښې دوه پولیس مړۀ او یو عامه کس ژوبل شول.

---------