کوټه کې نامالومو وسله‌والو درې افغانان په ډزو وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176828-کوټه_کې_نامالومو_وسله_والو_درې_افغانان_په_ډزو_وژلي
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نامالومو وسله‌والو په ډزو درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
(last modified 2026-08-19T10:15:45+00:00 )
Aug 19, 2026 14:41 Asia/Kabul
  • کوټه کې نامالومو وسله‌والو درې افغانان په ډزو وژلي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نامالومو وسله‌والو په ډزو درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پولیس وايي، پېښه د سې‌شنبې په شپه د هزار ګنجي کراس په سیمه کې شوې، چې څلور افغانان د بلوچستان د ګلستان سیمې ته د تګ لپاره د موټر په تمه وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دوه موټرسایکل سپاره نامالوم وسله‌وال سیمې ته راغلل او پر دغو افغانانو یې ډزې وکړې. په برید کې دوه کسان په ځای کې ووژل شول او دوه نور روغتون ته ولېږدول شول، چې له هغوی یو تن وروسته د ټپونو له امله مړ شو.

پولیس وايي، دغو افغانانو په دالبندین کې د یوه کس لپاره کار کاوه او د ګلستان پر لور د تګ لپاره کوټې ته راغلي وو.

د پېښې د برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه شوې، خو پولیس وايي د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه هم په کوټه کې یو افغان د نامالومو وسله‌والو په ډزو وژل شوی و.