پاکستان د سعودي عربستان د تلپاتې ملاتړ ستاینه وکړه
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، په پاکستان کې د سعودي عربستان سفیر نواف بن سعید المالکي سره په لیدنه کې، د اسلاماباد لپاره د ریاض د تلپاتې ملاتړ ستاینه وکړه.
زرداري وویل، المالکي د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اوږدمهاله دوستانه او ستراتیژیکو اړیکو، په ځانګړې توګه په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې، د پراختیا لپاره مهم رول لوبولی دی.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان له سعودي عربستان سره خپلې ستراتیژیکې ملګرتیا او اوږدمهاله دوستۍ ته ارزښت ورکوي او د سفیر د ماموریت پر مهال رامنځته شوې پیاوړې بنسټونه به د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو لپاره لار هواره کړي.
د یو بل خبر له مخې؛ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به نن په یوه رسمي سفر تهران او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به لندن ته سفر وکړي.