د پاکستان پوځ: په تهران کې خبرې رغنده وې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177110-د_پاکستان_پوځ_په_تهران_کې_خبرې_رغنده_وې
پارس‌ ټوډی  ـ  د پاکستان پوځ تهران ته د دغه هېواد د پوځ د مشر  د سفر په پای کې په یوه اعلامیه کې، له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د عاصم منیر خبرې رغنده بللې دي.
(last modified 2026-08-25T07:18:16+00:00 )
Aug 25, 2026 11:47 Asia/Kabul
  •  د پاکستان پوځ: په تهران کې خبرې رغنده وې

پارس‌ ټوډی  ـ  د پاکستان پوځ تهران ته د دغه هېواد د پوځ د مشر  د سفر په پای کې په یوه اعلامیه کې، له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د عاصم منیر خبرې رغنده بللې دي.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې چې د صداوسیما خبري اژانس په حواله یې لیکلی: د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د سې‌شنبې په سهار په یوه اعلامیه کې وویل: د دغه هېواد د پوځ قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر د دوشنبې په ورځ د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان، د اسلامي شورا له رئیس محمدباقر قالیباف، د ملي امنیت د عالي شورا له سکرتر سردار محسن رضايي، د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي او د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره رسمي لیدنې کړې دي.

په دې اعلامیه کې راغلي: تهران ته د عاصم منیر یو ورځنی سفر، د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بن‌بست د پای ته رسولو او په سیمه کې د دوامدارې سولې د ترلاسه کولو او د بې‌ثباتۍ د دایمي درولو د لارو چارو د څېړلو لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه وه.

د اعلامیې په دوام کې ویل شوي: د تهران خبرې هر اړخیزې وې او د لا زیاتېدونکي کړکېچ د مخنیوي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د شخړې د پای ته رسولو د چټکتیا لپاره پر اړینو اقداماتو متمرکزې وې.

دواړو لورو د سیمه‌ییزې سولې او د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل د لارو چارو په اړه هم خپل نظرونه سره شریک کړل.

د پاکستان پوځ په پای کې اعلان وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د خبرو د اسانتیا، د کړکېچ د کمولو او د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره د اسلام‌اباد د رغنده رول او صادقانه هڅو قدرداني کړې ده.