پاکستان د افغانستان تحصیلي اسناد نور نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i177270-پاکستان_د_افغانستان_تحصیلي_اسناد_نور_نه_مني
پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو له‌خوا صادر شوي اسناد به نور په دغه هېواد کې په مستقیم ډول په رسمیت ونه پېژندل شي.
(last modified 2026-08-28T02:04:24+00:00 )
Aug 28, 2026 06:28 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان تحصیلي اسناد نور نه مني

پاکستان اعلان کړی چې د افغانستان د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو له‌خوا صادر شوي اسناد به نور په دغه هېواد کې په مستقیم ډول په رسمیت ونه پېژندل شي.

د پاکستان د فدرال ښوونې او روزنې وزارت ویلي، دغه اسناد به د استخدام او دندو لپاره اعتبار ونه لري.

هغه افغانان چې مخکې یې په افغانستان کې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې دي، کولی شي د رسمي ازموینې او ارزونې له بهیر وروسته د خپلو اسنادو د معادل سند غوښتنه وکړي.

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون ته سپارښتنه شوې چې د دې ارزونې او ازموینې میکانیزم د سپټمبر تر نیمایي چمتو کړي. د موجوده اسنادو لپاره د معادل سند غوښتنلیکونو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال جون ټاکل شوې ده.