د لاهور محکمې د افغان محصلینو ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i178340-د_لاهور_محکمې_د_افغان_محصلینو_ملاتړ_وکړ
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لاهور عالي محکمې(هايي کورټ) افغانستان ته د طبي محصلینو د شړلو د طرحې د ځنډ پرېکړه وغځوله.
(last modified 2026-09-19T07:24:01+00:00 )
Sep 19, 2026 11:51 Asia/Kabul
  • د لاهور محکمې د افغان محصلینو ملاتړ وکړ

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لاهور عالي محکمې(هايي کورټ) افغانستان ته د طبي محصلینو د شړلو د طرحې د ځنډ پرېکړه وغځوله.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د لاهور عالي محکمې(هايي کورټ) افغانستان ته د طبي محصلینو د شړلو د طرحې د ځنډ پرېکړه وغځوله.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، د لاهور عالي محکمې د پاکستان د طبي او د غاښونو د طب د شورا هغه پرېکړه چې له مخې یې افغان طبي او د غاښونو د طب محصلینو ته افغانستان ته د ستنېدو امر شوی و، د ځنډ موده وغځوله.

د پاکستان د میډیکل او دینټل  شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبرتیا کې له افغان طبي محصلینو غوښتي وو چې افغانستان ته ستانه شي. دې شورا همدارنګه په روان تعلیمي کال کې د پاکستان طبي او د غاښونو د طب پوهنتونونه له افغانستان څخه د نویو محصلینو له منلو یا جذبولو منع کړي وو.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دې هېواد د طبي او غاښونو د شورا او د یو پوهنتون وکیلانو د محکمې په غونډه کې د لیکلي ځواب د وړاندې کولو لپاره د لا ډېر وخت غوښتنه وکړه، چې قاضي خالد اسحاق ورسره موافقه وکړه.