بلوچستان کې ۱۴ وسلهوال مخالفین وژل شوي
پاکستاني امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې د عملیاتو پر مهال د ۱۴وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکړی.
امنیتي سرچینو ویلي، ځواکونو د مستونګ ولسوالۍ د کنک درې په سیمه کې هغه مهال عملیات ترسره کړل چې وسلهوالو غوښتل پر یوه پوسته برید وکړي.
د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو په لومړني برید کې دوه وسلهوال ووژل او د تښتېدلو کسانو له تعقیب وروسته یې اووه نور هم ووژل.
سرچینې وايي، له وژل شویو وسلهوالو درې موټرسایکلونه، وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او په نښته کې یو امنیتي سرتېری ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې کوټه کې د پولیسو په عملیاتو کې ۵ وسلهوال وژل شوي
پاکستاني پولیس وايي، د کوټې په اګبرګ سیمه کې د عملیاتو پر مهال پنځه وسلهوال وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، نامعلومو کسانو د کوټې ښار په اګبرګ سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې ډزې وکړې.
پولیس وايي، له برید وروسته یې متقابل ډزې وکړې چې په پایله کې پنځه وسلهوال ووژل شول.