په پاکستان کښې یوې چاودنې اوه کسان ووژل
Jul 19, 2016 01:22 Asia/Kabul
د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د سړک په غاړه د یو بم په چاودنه کښې یوشمیر کسان ووژل شول.
پریس ټی وی خبر ورکړی چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په شِرینګال سیمه کښې د سړک په غاړه د یو ښخ کړی شوی بم په چاودنه کښې لږترلږه اوه کسان ووژل شول.
خبر زیاتوی چې د قبایلی مشرانو او د ځائی حکومت د استازو یوه ډله کسان د ځینو اختلافاتو د هواری لپاره په یو ګاډی کښې شرینګال سیمې ته روان وو چې چاودنه پرې وشوه.
د دې چاودنې مسئولیت تراوسه هیڅ کومې ډلې نه دی منلی.