ایرانی زیارتوال د پاکستان له لارې حج ته نه ځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i18715-ایرانی_زیارتوال_د_پاکستان_له_لارې_حج_ته_نه_ځی
د پاکستان د مذهبی چارو وزیر د دغه هیواد له لارې حج ته د ځینو ایرانیانو په تیره بیا د اهل سنت ایرانیانو د لیږلو د احتمال په هکله خپرې شوې اوازې رد کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2016 16:14 Asia/Kabul
  • ایرانی زیارتوال د پاکستان له لارې حج ته نه ځی

د پاکستان د مذهبی چارو وزیر د دغه هیواد له لارې حج ته د ځینو ایرانیانو په تیره بیا د اهل سنت ایرانیانو د لیږلو د احتمال په هکله خپرې شوې اوازې رد کړې.

آوا خبرې آژانس لیکلی چې د پاکستان د مذهبی چارو وزیر سردار محمد یوسف وویل: د ایرانی زیارتوالو چارې خپله په ایران پورې اړه لری او دا د ایران په غاړه ده چې خپل حاجیان څرنګه حج ته لیږی.

هغه زیاته کړه: پاکستان له ایران سره خپلې دوستان او ورورولیزې اړیکې پراخوی او دواړه هیوادونه د مختلفو مسائلو د هواری په لړ کښې ښې ملګرتیاوې لری.

سردار یوسف وویل: د حج مراسم د اسلامی امت د وحدت او یووالی سمبول دی او د پآکستان د مذهبی چارو وزارت او د ایران د حج او زیاراتو اداره د حج په لړ کښې همکاری لری او په دې لړ کښې د دواړو په غاړه یو مهم او ګډ مسئولیت دی.