امریکا د پاکستان بدنامول غواړی
Jul 20, 2016 16:53 Asia/Kabul
د پاکستان د سینیټ مشر وویل چې امریکا د اسلام آباد د بدنامولو په لټه کښې ده.
زمونږ خبریال وائی د پاکستان د سینیټ مشر رضا ربانی وویل: د امریکې د کانګرس غړی په مختلفو پلمو هڅه کوی چې د نواز شریف د حکومت حیثیت داغی کړی.
هغه زیاته کړه: له دې امله چې د پاکستان پارلیمان د امریکې د مداخله غواړو او تیری ګرو سیاستونو مخالف دی، واشنګټن نیت لری چې له دې لارې له اسلام آباده غچ واخلی.
د ویلو ده چې د امریکې د کانګریس ځینو غړو ویلی دی چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې دوه ډوله سیاست اعمالوی.
هغوی وائی، پاکستان له یوې خوا د امریکې متحد او انډیوال دی او له بلې خوا د طالبانو او حقانی ډلې ملاتړ کوی.