د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې انتخابات ترسره شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i18847-د_پاکستان_تر_کنټرول_لاندې_کشمیر_کې_انتخابات_ترسره_شول
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د  تاوتریخوالی له دوام سره په یو وخت  د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د مختلفو سیاسی ډلو  په سیالۍ سره پارلیمانی انتخابات ترسره شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2016 16:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې انتخابات ترسره شول

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د  تاوتریخوالی له دوام سره په یو وخت  د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د مختلفو سیاسی ډلو  په سیالۍ سره پارلیمانی انتخابات ترسره شول.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې د کشمیر کابو دوه  نیم میلیون خلکو او د پاکستن په مختلفو سیمو کې میشته کشمیریانو د خپلو استازو د انتخاب لپاره  رایې واچولې.

د کشمیر په نننیو انتخاباتو کې  شپږویشتو سیاسی ډلو او ګوندونو د ۴۲۳ نوماندو په معرفی کولو سره سیالی وکړه چې له دغو کسانو به  یو څلویښت کسان د کشمیر  پارلیمان ته لاره مومی.

د پاکستان  واکمن ګوند مسلم لیګ نون ، د پاکستان تحریک انصاف او  پیپلز پارټی په انتخاباتو کې د  اکثریت د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو زیات چانس لری.

د انتخاباتو غیر رسمی نتیجې پیل شوې دی.

نن د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر انتخابات د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د ناکراره حالاتو په وجه  تر سختو امنیتی تابیاوو لاندې وشول.   د کشمیر په  تیر پارلیمان کې  پیپلز پارټی تر ټولو زیاتې څوکۍ لری او  په دغه سیمه کې واکمن ګوند حسابیږی.