د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر لپاره نوی لومړی وزیر وړاندیز شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i19186-د_پاکستان_تر_کنترول_لاندې_کشمیر_لپاره_نوی_لومړی_وزیر_وړاندیز_شو
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د پارلیمان استازو  راجا فاروق حیدر د دغه سیمې د راتلونکی لومړی وزیر په توګه  وړاندیز کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2016 01:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر لپاره نوی لومړی وزیر وړاندیز شو

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر د پارلیمان استازو  راجا فاروق حیدر د دغه سیمې د راتلونکی لومړی وزیر په توګه  وړاندیز کړ.

 

د سحر اردو چینل د راپور له مخې د پاکستان د مسلم لیګ نون څانګې استازو په خپله پرونۍ غونډه کې وویل که د پاکستان لومړی وزیر موافقه وکړی  راجا فاروق حیدر د دغه سیمې د لومړی وزارت لپاره  وړاندیز کوی.

راجا فاروق حیدر دم ګړۍ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د مسلم لیګ نون پارټۍ مشر  دی . د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نهم پارلیمانی انتخابات  تیره پنجشنبه  ترسره شول او واکمن ګوند مسلم لیګ نواز شریف څانګې پکې زیاتې څوکۍ لاسته راوړی.

په دغه انتخاباتو کې  شپږویشتو سیاسی ډلو د ۴۲۳ استازو په معرفی کولو سره  سیالی وکړه او په ټول کې  یو څلویښت کسانو د کشمیر پارلیمان ته لاره مومی.

د پاکستان پیپلز پارټی وایی چې په دغو انتخاباتو کې ټګی شوې ده .