د جمعیت علمای اسلام یو مشر په بلوچستان کې ترور شو
Jul 25, 2016 01:54 Asia/Kabul
خبری سرچینو د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د یرغلګرو په حمله کې د جمعیت علمای اسلام مولانا فضل الرحمان د څانګې د یو مشر د وژل کیدو خبر ورکړ.
د سحر چینل د راپور له مخې وسله والو کسانو پرون ماسپښین د بلوچستان په ټمپ سیمه کې د جمعیت علمای اسلام مولانا فضل الرحمان څانګې یو مشر احتشام الحق له خپل زوی سره یو ځای وواژه .
یرغلګر له پیښې وروسته له سیمې وتښتیدل
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.