پاکستان له ایران سره د مناسباتو په پراختیا باندی ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i19348-پاکستان_له_ایران_سره_د_مناسباتو_په_پراختیا_باندی_ټینګار_وکړ
زموږ د خبریال د راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، ایران ته د دغه هیواد د ملی امنیت د سلاکار سفر، د دؤو هیوادونو د اړیکو د لازیاتې تقویې په منظور وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2016 11:14 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران سره د مناسباتو په پراختیا باندی ټینګار وکړ

زموږ د خبریال د راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، ایران ته د دغه هیواد د ملی امنیت د سلاکار سفر، د دؤو هیوادونو د اړیکو د لازیاتې تقویې په منظور وباله.

 

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند، نن له ایرنا سره په مرکه کی وویل: تهران ته د دغه هیواد د ملی امنیت د سلاکار«ناصرخان جنوعه» سفر، او د ایرانی مقامونو سره د هغه کتنې به، له پخوا څخه په زیاته اندازه، د دؤو هیوادونو د اړیکو پیاوړتیا، او د مناسباتو لا زیاته پراختیا، په ځان پسی ولری.

نفیس زکریا زیاته کړه: په امنیتی او سیاسی برخه کی، د ټروریزم سره په مبارزه کی، او د سرحدی مسایلو او د اطلاعاتو د مبادلې په چارو کی، خبری اترې او د نظر تبادله کول، د دغه سفر د اهدافو او پروګرامونو له جملې څخه دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ: ایران او پاکستان، لرغونی او دوستانه اړیکې لری.