عمران خان وایی طالبان یوه ترهه ګره ډله ده
Jul 29, 2016 15:39 Asia/Kabul
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر وویل طالبان یوه ترهه ګره ډله ده .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې عمران خان د دغه مطلب په بیانولو سره وویل پاکستان تحریک انصاف د طالبانو ملاتړ نه کوی ځکه چې د دغه ډلې لاسونه د بې ګناه انسانانو په وینه ککړ دی.
هغه په دوام کې طالبان یوه شرپسنده ډله وبلله او ټینګار یې وکړ چې ترهه ګر د انسانیت دشمنان دی او باید ختم کړی شی.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر همداراز له دارالعلوم حقانیه مدرسې سره د هغه د مالی مرستو په هکله د پاکستان د پیپلز پارټۍ د مشر آصف زرداری د تورونو په غبرګون کې وویل له دغه مدرسې سره مالی مرسته د ترهه ګرو اقداماتو د ملاتړ په هدف نه وه.