د پیښور په فقیر اباد کې چاودنې درې کسان ټپیان کړل
Jul 29, 2016 15:41 Asia/Kabul
د پاکستان په پیښور کې د پس یو تم ځای ته نزدې د بم د چاودنې له امله درې کسان ژوبل شول.
د ډان ورځپاڼې په لیکنه دغه کسان چې یو پکې د پاکستان د ټریفک پولیسو یو مامور او دوه مسافر وو د پیښور په فقیر اباد سیمه کې د بس په تم ځای کې ګاډی ته منتظر وو چې چاودنه پرې وشوه .
پولیس وایی چې په دغه بم چاودنه کې له دوو تر دریو کلوګرامه چاودیدونکی مواد کارول شوې وو.
ژوبل کسان د درملنې لپاره نزدې روغتون ته یوړل شول .
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې ، پولیسو له چاودنې وروسته د تحقیق لپاره ځای کلابند کړ.