د پاکستان فوځ له ترهه ګرۍ سره په مبارزه تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i19834-د_پاکستان_فوځ_له_ترهه_ګرۍ_سره_په_مبارزه_تاکید_وکړ
د پاکستان د فوځ مشر قوماندان له ترهه ګرو سره د مقابلې په دوام تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2016 12:21 Asia/Kabul
  • د پاکستان فوځ له ترهه ګرۍ سره په مبارزه تاکید وکړ

د پاکستان د فوځ مشر قوماندان له ترهه ګرو سره د مقابلې په دوام تاکید وکړ.

د سحر خبری چېنل د رپوټ له مخې جنرل راحیل شریف نن د دغه هېواد په چترال سیمه کښې په خپله وېنا کښې وویل، د پاکستان فوځ کلکه اراد کړې ده چې د ټولو تکفیری ترهه ګرو تر نابودۍ پورې به له هغوی سره مقابلې ته دوام ورکړی.

هغۀ وویل، له تېرو دوو کلونو راهسې د ضرب عضب د عملیاتو د شروع کېدو له وخت نه تر اوسه پورې د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې د امنیتی ځواکونو په لاسو په زرګونو ترهه ګر وژل شوی او د هغوی په سلګونو د پټېدو ځایونه تباه کړې شوی دی.

هغۀ څرګنده کړه چې له دغو عملیاتو وروسته د تېرو کلونو په نسبت د پاکستان امنیتی حالاتو ډېر ښه شوی دی او خلقو ته پکار دی چې د ترهه ګرۍ له دغې سپېرې ښکارندې سره په مقابله کښې له فوځ سره ملګرتیا وکړی.

----------