د پاکستان په پنجاب صوبه کې ۷ ترهه ګر ووژل شول
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان امنیتی ځواکونو نن سهار د پنجاب صوبې په شیخوپوره ښار کې د ترهه ګرو د پټنځایونو په ضد په یو لړ عملیاتو کې ۷ ترهه ګر ووژل او درې پکې وتښتیدل
د پاکستان امنیتی ځواکونو په دغو عملیاتو د ترهه ګرو چاودیدونکی موادو او وسلې هم ترلاسه کړی دی .
د پاکستان پوځ ویلی دی چی د دغه هیواد امنیتی ځواکونه به د درستو تکفیری ترهه ګرو تر بشپړه له مینځه وړلو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی .
د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف هم نن د دغه هېواد په چترال سیمه کښې په خپله وېنا کښې وویل، د پاکستان پوځ کلکه اراد کړې ده چې د ټولو تکفیری ترهه ګرو تر نابودۍ پورې به له هغوی سره مقابلې ته دوام ورکړی.
هغۀ وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې د ضرب عضب د عملیاتو د شروع کېدو له وخته تر اوسه پورې د دغه هېواد په مختلفو سیمو کښې د امنیتی ځواکونو په لاسو په زرګونو ترهه ګر وژل شوی او د هغوی په سلګونو د پټېدو ځایونه تباه کړې شوی دی.
هغۀ څرګنده کړه چې له دغو عملیاتو وروسته د تېرو کلونو په نسبت د پاکستان امنیتی حالاتو ډېر ښه شوی دی او خلکو ته پکار دی چې د ترهه ګرۍ له دغې سپېرې ښکارندې سره په مقابله کښې له پوځ سره ملګرتیا وکړی.