د پاکستان په کویټه ښار کښې پر عامو خلکو حمله وشوه
Aug 01, 2016 11:03 Asia/Kabul
وسله والو کسانو یو ځل بیا د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کښې پر عامو خلکو حمله وکړه.
د ډاؤن خبری سایټ د نننی راپور په اساس، د پاکستان پولیسو اعلان وکړ: د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د وسله والو کسانو په حمله کښې دوه تنه عام خلک ووژل شول.
د کویټې پولیس څرګنده کړه: امنیتی ځواکونه په کویټه ښار کښې د ډزو ځائ ته رسیدلی او د حمله کونکو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړی دی.