د کشمیر د ناامنۍ خلاف په پاکستان کښې مظاهرې وشوې
Aug 03, 2016 15:09 Asia/Kabul
د پاکستان خلکو او د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر خلکو مظاهرې وکړې.
زمونږ خبریال خبر راکړی چې د پاکستان او د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر خلکو نن د پاکستان د کشمیر په مظفرآباد ښار او همداشان راولپنډۍ ښار کښې، د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر د خلکو د وژلې خلاف مظاهرې وکړې.
مظاهره چیانو همداشان پاکستان ته د هندوستان د کورنیو چارو د وزیر راج نات سنګ په سفر اعتراض وکړ.
راج نات سنګ په سارک غونډه کښې د ګډون په موخه نن پاکستان ته تللی دی.