د پاکستان اسلامی نظریاتی شورا د دغه هیواد په حکومت اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20257-د_پاکستان_اسلامی_نظریاتی_شورا_د_دغه_هیواد_په_حکومت_اعتراض_وکړ
د پاکستان اسلامی نظریاتی شورا له قرآن پاک څخه د جهادی آیتونو د حذفولو په وجه د دغه هیواد په حکومت اعتراض وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2016 15:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان اسلامی نظریاتی شورا د دغه هیواد په حکومت اعتراض وکړ

د پاکستان اسلامی نظریاتی شورا له قرآن پاک څخه د جهادی آیتونو د حذفولو په وجه د دغه هیواد په حکومت اعتراض وکړ.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان حکومت له قرآن کریم څخه په جهاد پورې اړوند آیتونه ختم کړی دی چې د پاکستان اسلامی نظریاتی شورا د حکومت په دې کار سخت اعتراض کړی دی.

د دغې شورا غړی وایی چې له قرآن کریم څخه جهادی آیتونه عمداً لرې کړی شوی دی، په داسې حال کښې چې غوره وه د دې ناسم کار په اړه د یوې غیرحکومتی موسسې (این، جی، او) پر ځاې له اسلامی نظریاتی کونسل سره سلا شوې وی.

د پاکستان اسلامی نظریاتی شورا ټینګار کړی چې په قرآن کریم کښې د جهاد او ترهګرۍ په فرق باید خلک پوه کړی شی چې د دې اسمانی کتاب لپآره داسې ناسم اقدامات ونه شی.