پاکستان وایی په لوګر کې لویدلې چورلکه زمونږ ده
Aug 04, 2016 15:39 Asia/Kabul
په لوګر کې لویدلې چورلکه د پاکستان ده چې د مرمت لپاره ازبکستان ته روانه وه .
په داسی حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت او ناټو وایی، په لوګر ولایت کې نن ماسپښین /پنجشنبه/ غورځیدلې چورلکه د دوی نه ده، د لوګر د ولایتی شورا یو فعال غړی ډاکتر عبدالولی وکیل وایی چې لوېدلی هیلی کوپتر د پاکستان دی. پاکستانیو سرچینو وویلی چې دغه چورلکه د پاکستان ده چې له یوه روسی پایلټ او شپږو انجنیرانو سره د مرمت لپاره ازبکستان ته روانه وه. خو په ازره کې یې اضطراری راکوزه شی او طالبان له کوزیدو وروسته چورلکه وسوزوله او پکې سپاره ټول کسان یې وتښتول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلې.