پاکستان وایی په لوګر کې لویدلې چورلکه زمونږ ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20386-پاکستان_وایی_په_لوګر_کې_لویدلې_چورلکه_زمونږ_ده
په لوګر کې لویدلې چورلکه د پاکستان ده چې د مرمت لپاره ازبکستان ته روانه وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2016 15:39 Asia/Kabul
  • پاکستان وایی په لوګر کې لویدلې چورلکه زمونږ ده

په لوګر کې لویدلې چورلکه د پاکستان ده چې د مرمت لپاره ازبکستان ته روانه وه .

په داسی حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت او ناټو وایی، په لوګر ولایت کې نن ماسپښین /پنجشنبه/ غورځیدلې چورلکه  د دوی نه ده، د لوګر د ولایتی شورا یو فعال غړی ډاکتر عبدالولی وکیل وایی چې لوېدلی هیلی کوپتر د پاکستان دی. پاکستانیو سرچینو وویلی چې دغه چورلکه د پاکستان ده چې له یوه روسی  پایلټ او شپږو انجنیرانو سره د مرمت لپاره  ازبکستان ته روانه وه. خو په ازره کې یې اضطراری  راکوزه شی او طالبان له کوزیدو وروسته چورلکه وسوزوله او  پکې سپاره ټول کسان یې وتښتول.  

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلې.