دامریکااسرائیلو او پاکستان ګډه پوځی مانوره به څه راتلوکی ولری ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i20431-دامریکااسرائیلو_او_پاکستان_ګډه_پوځی_مانوره_به_څه_راتلوکی_ولری
کره راپورونه ښئ چې په نزدې راتلونکی کې دامریکا په یوه ایالت کې دامریکا ،اسرائیلو ا،پاکستان یوه ګډه ستره دهو ائی ځواک ستره مانوره ترسره شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2016 09:55 Asia/Kabul
  • دامریکااسرائیلو او پاکستان ګډه پوځی مانوره به  څه راتلوکی ولری ؟

کره راپورونه ښئ چې په نزدې راتلونکی کې دامریکا په یوه ایالت کې دامریکا ،اسرائیلو ا،پاکستان یوه ګډه ستره دهو ائی ځواک ستره مانوره ترسره شی .

دپارس ټوډې  پښتو خپرونې دامریکائی رسنیو له قوله راپور ورکړی ، ټاکل شوې ده  دامریکا ،اسرائیلو او پاکستان  ګډه پوځی هوائی مانوره   دروانې میاشتې  په وروستیو کې ترسره شی . ددغه راپورپه اساس  دامریکا دی ایشنسټ   اونیزې  راپور ورکړی . پاکستان   دشنې اوسرې بیرغ په رپیدو سره په  دغې ګډې مانورې کې  دګډون لپاره  اې ایف ایف شپاړس  ،سی ډی بلاک ۵۲ ډوله شپږالوتکې هم  دامریکا  دیوه ایالت نیلس هوائی ډګر ته استولی دی.

ددغه راپورپه اساس  دامریکا هوائی ځواک  له سره بیرغه   مقصد ، له فضا څخه په فضا د حملو لپاره  روزل دی  چې  په دغې مانورې کې به   ګډون کونکی  په هوا اوفضا کې دجنګ صلاحیتونه ترلاسه کړی  او دغه راز امریکا له شین بیرغه هم مقصد  ګډون کونکو ته  له الیکټرانیکی او مځکنیو خطرو سره دجنګیدو دروزنو ورکول دی . 

ددغه ډول مانورو لومړنۍ مرحله هم  دتیرې جنورۍ وروستیو راهسې  دفرورۍ تر شلمې نیټې پورې  او دوهمه مرحله ئې هم  دفرورۍ له وروستیو ترمارچ میاشت پورې  ترسره شوې  او  دغه راز دریمه مرحله ئې په جولائی میاشت کې ترسره شوې ده او وروستۍ او څلورمه مرحله ئې هم  دروان اګست میاشتې له پنځلسمې نیټې   داګست تر۲۶نیټې پورې ترسره  کیږی .

دپآکستان  حکومت تراوسه پورې  په دې باب  څه نه دی وئیلی ،  خو دپاکستان  ځینو سیاسی لورو په دې باب دپاکستان پر حکومت سخت ټکو نه کړی او ګواښ ئې کړی چې باید  دپاکستان  حکومت دې په دې باب له خپل سرو کارونو لاس په سر شی .

 دپاکستان تحریک انصاف  غورځنګ  چې په خیبرپختونخواه کې صو بائی حکومت  هم په اختیار کې لری ،  له اسرائیلو سره دګډې هوائی مانورې په ترسره کولو سخت غبرګون ښودلی  او په دې باب ئې پر مرکزی حکومت غږ کړی چې  ملی پارلیمان ته دې  په دې  اړه توضیح ورکړی .

  دپآکستان دتحریک  انصاف غورځنګ  یوې مشرې او دولسی جرګې غړې میرمن شیرین مزاری  په دې باب ویلی دی ،  دپاکستان  حکومت  چې اسرائیل ئې په رسمیّت نه دی پیژندلی ، له اسرائیلو  ددغه ډول ګډو مانورو څه مقصدونه لری ؟  هغې دپاکستان پر دفاع وزیر خواجه آصف  غږ کړی  په دې باب دې توضیح و رکړی  چې  آیا  له اسرائیلو سره به  دغه شان ګدې  مانورې   ترسره کړی ؟ او که دغه ډول راپورونه  بې اساسه اوچټی وی  نو دا بیا دپاکستان دپوځ دبدنامولو لپاره یوه دسیسه ده  خو که چیرې  دا  خبره حقیقت لری ،  نو دا  یوه جدی موضوع ده چې باید وسپړل شی . میرمن شیرین مزاری  ویلی دی  چې  دپاکستان  حکومت    دامریکا په دباؤنو سره  له اسرائیلو سره دګډې مانورې لپاره  جنګی او روزونکې  اولوتکې هم لیږدولی دی .  هغې  همداراز  پاکستان ته د امریکا له خوا  د درو سوو میلیون ډالری  پوځی مرستو بندیدا ته په اشارې سره  ویلی  دی ،کله دامریکا پوځی مرستې دریدلی دی ،نو بیا دپاکستان حکومت  ولې  له هغوی سره دغه شان مرستې کوی او دمانورو لپاره   خپلې الوتکې ورلیږی ؟

باید وویل شی  دامریکا دکانګرس ځینی غړی  په دې نظر دی  چې  پاکستان  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې   دوه ګوڼی سیاستونه کوی  او  په پاکستان کې د وسله والو ډلو په تیره بیا د حقانی چینل پټنځایونه  هماغه راز فعالیتونه کوی  او همدغه ډلې دی چې په افغانستان کې  ئې ناکراری پراخ کړی دی . له همدې امله ده چې دباراکا اوباما حکومت  ئې  پاکستان ته ددرې سوه میلیون ډالری پوځی مرستو  له ورکولو  منع کړی دی .   البته دپاکستان  په بلوچستان صو بې کې د پیپلز ګوند  عمومی منشی بسم ا... خان کاکړ  دتهران پښتو خپروڼې ته په ټیلیفونی  خبرو کې  له اسرائیلو سره دپاکستان دګډې پوځی هوائی مانورې په باب وویل ،  داسې څه امکان نشته  چې  پاکستان  له اسرائیلو سره په ګډې مانورې کې ګډون وکړی  که دغه پیښه وشی ، نو دپاکستان درست خلک به  په دې باب سخت غبرګون  وښئ . خو ترڅو چې دپاکستان  مرکزی  حکومت  ددغه شان ګونګوسو په باب  وضاحت ورنکړی ،  نو دهغوی چپتیا  به  ددغه شان راپورونو  دتائیدولو په معنا وی .

(لیکونکی عاشق  حسین طوری )